د نيمروز ښوونيز مرکز کې د درسونو اتمه دوره پيل شوه
تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز کې د مجاهدينو او زده کوونکو لپاره د درسونو اتمه دوره پيل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت الله محمدي د ښونیزو کورسونو پر اهمیت او په ټولنې کې يې پر اغېزمنتیا خبرې وکړې، نوموړي وويل: د مجاهدينو او زده کوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه مو په ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر زده کړو اتمه دوره هم پيل کړه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د تعلیمی مرکزونو مدیرعصمتالله سعادت د مجاهدینو او نويو زده کوونکو لپاره د ښوونیزو کورسونو د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د ښوونيز مرکز د درسونو اتمه دوره د کمپيوټر په برخه کې په یوه ټولګي کې د ۴۵ زده کونکو په جذب سره پيل شوه.
۱۴۴۵/۶/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲ هـ ش
