د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او فرهنګي شخصیتونو له نګارستان څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۳۲
شسیب

د نورستان ولایت یو شمېر قومي مشرانو او فرهنګي شخصیتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند نګارستان (ګالري) څخه لیدنه وکړه.
په یاد نګارستان کې بېلابېل هنري آثار، لکه مینیاتوري، خطاطي، رسامي او نور ایښودل شوي، چې د نورستان فرهنګیان وخت په وخت ترې لیدنه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق‌بیان وايي: یاد نګارستان یې تېر کال فعال کړی، چې دا مهال يې ډېر ځوانان، مشران او د هنر مینوال لیدو ته راځي. 
د یادونې وړ ده، چې په نورستان ولايت کې د نګارستان په جوړېدو سره له هنري آثارو سره د فرهنګيانو او ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده.

۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS