د ننګرهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ډېر ځوانان په مختلفو برخو کې پر زده کړو بوخت دي
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په روزنیز مرکز کې «راشئ ولولئ کتابتون» او د «غونډو تالار» کې ډېر ځوانان په بېلابېلو برخو کې لکه: ژونالېزم، ویناوالي، کمپیوټر، ریاضي، عربي کې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې پر زده کړو بوخت دي.
چې تدریس یې د مسلکي استادانو له لوري په وړیا ډول ترسره کېږي او تر دې مهاله یې له بېلابېلو برخو څخه سلګونه تنه فارغین ورکړي.
د ياد ونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د د غه ولایت د ځوانانو لپاره د زده کړو په برخه کې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو پوهنتونونو، انستیتیوتونو، کورسونو او نورو ادارو سره په تخفیف تفاهملیکونه امضاء کړي، چې تر دې مهاله یې ډېر بې وزلي ځوانان یادو ادارو ته د زدو کړو په موخه ور معرفي کړي دي.
۱۴۴۴/۱۰/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۹ هـ ش
