د ننګرهار مامند سیمې څخه د لوي اختر په لومړيو ورځو کې زرګونه سیلانیانو لیدنه وکړه
د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ مامند سیمې ته په تېر لوي اختر کې د لرې پرتو ولایتو څخه زرګونه سیلانیان او میله کوونکي ورغلي ول.
د سیلانیانو له ډلې یې آصف الله مصباح وویل، دا مو یو ارمان و چې د سپین غر ولسوالۍ هغه سیمې ته چې یو وخت کې د جګړې لومړۍ کرښه وه لاړ شو.
شکر لله الحمد هغه ارمانونه مو د اسلامي امارت په راتګ سره پوره او هغه ځای چې لیدل يې یو وخت ناممکن و ولیدل.
بله خوا نوموړي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امن او امنیت دی او د هېواد ټول وګړي کولای شي، هر ځای د سیل او سیاحت په موخه لاړ شي.
د يادونې وړ ده، چې دې ته ورته نور سیلانیان د ننګرهار ولایت بیلا بیلو سیمو ته په چکر تللي وو.
۱۴۴۴/۱۲/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۱۱ هـ ش
