د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس د پچیر اګام او سپین غر ځوانانو ټولنو له غړو سره لیدنه وکړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۲۲:۲۱
....

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نورمحمد حنیف او د ځوانانو چارو آمر محمد اصف زهیر د پچیراګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا او سپین غر ځوانانو ټولنې یو شمېر غړو سره د یاد ریاست په انګړ کې وکتل.
د پچیر اګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا مرستیال احسان الله پاڅون پر خپلو فعالیتونو رڼا واچوله او یادونه یې وکړه، چې یاده شورا د لسو کالو راهیسې د سیکارام په نوم ادبي مشاعره جوړوي او سږ کال هم هوډ لري چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې یوه مشاعره ترتیب کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنیف د یادو ځوانانو له ادبي هڅو او فرهنګي فعالیتونو ستاینه وکړه او ځوانانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د خپل هېواد د بیارغونې په موخه دې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د خپل اصلي افغاني کلتور د لا پیاوړتیا لپاره کوښښ وکړي.
هېره دې نه وي چې دغه ناسته کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر سید امر الله امید او څو تنو نورو مسوولینو هم ځوانانو ته د چارو د ښه ترسراوي په موخه سپارښتنې وکړې.
۱۴۴۴/۹/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS