د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس د پوهنتونونو له مسؤلینو سره غونډه تر سره کړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۳:۸
....

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد د ننګرهار دولتي پوهنتون په مشرۍ د خصوصي پوهنتونو له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو، د خصوصي پوهنتونونو سره د سکالرشیپونو، دوه اړخیزو همکاریو او په بېلابېلو پوهنځيو کې د ځوانانو د جذبولو په موخه ناسته وکړه.

چې پرمهال يې د اطلاعاتو او کلتور د رئيس قاري احسان الله ساجد تر څنګ د ننګرهار دولتي پوهنتون علمي مرستيال احسان الله ناصح، د روښان د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، اریانا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د التقوا د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، د تابش پوهنتون مٶسس او رئیس، د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، د الفلاح پوهنتون علمي مرستیال ، د خراسان پوهنتون د بشري علومو پوهنځي رئیس  او د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې د نشراتو رئیس برخه لرله.

په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له هغو خصوصي پوهنتونونو څخه مننه وکړه، چې تېرکال یې د ځوانانو چارو امریت تر چتر لاندې ګڼ شمېر ځوانانو ته تخفیف ورکړی وو، نوموړي ټینګار وکړ؛ چې ځوانانو ته په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو، له شته فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړو،خپل ځوانان وروزو او له دې قوې په سمه توګه د هیواد رغونې په موخه ګټه واخلو.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال احسان الله ناصح د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې د ننګرهار له محصلینو سره د پام وړ همکاري کړې او د لوړو زده کړو وزارت له قانون او مقررو سره سم یې خدمات وړاندې کړي، ناصح د اطلاعاتو او کلتور رئیس ته په خپله برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
.
۱۴۴۵/۷/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲ هـ ل
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS