د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست یو پلاوي د شرق راډیو ټلوېزیون څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي له رسنیو څخه د لیدنو په ترڅ کې د شرق راډیو ټلوېزیون د بیلا بیلو څانګو څخه لیدنه وکړه.
ښا غلي قریشي د یاد ټلوېزیون مسؤلینو سره په لیدنه کې رسنیو ته د ښو معیاري نشراتو سپارښتنه وکړه.
همدا راز مولوي قریشي ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید خپل ټول نشرات او پروګرامونه، د دیني او افغاني کلتور په رڼا کې مخته یوسي.
په ورته مهال د شرق راډیو ټلوېزیون مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او دوی ته یې د ښو معیاري نشراتو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
د یاونې وړ ده چې، شرق راډیو په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې په دغه ولایت کې په فعالیت پیل وکړ، اوس مهال د سهار له شپږو د شپې تر لسو بجو پورې څوارلس ساعته راډیویي نشرات کوي.
همدا راز ټلوېزیوني برخو یې بیا په ۲۰۰۸ زېږدیز کال په فعالیت پیل وکړ، چې اوس مهال ۲۴ ساعته نشرات لري.
۱۴۴۴/۱۰/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۰ هـ ش
