د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کتاب لوستنې اونۍ ولمانځل شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۱:۴۷
sdfghj

 

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست او منبر علمي او کلتوري ټولنې له لوري د عيدګاه په عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې اونۍ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکې د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د کتاب مينه والو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د منبر علمي ټولنې مشر استاد رفيع الله خبرې وکړې او ویې ويل، مطالعه د ولسونو د پرمختګ او ترقۍ کرونده ده، مطالعه په يو قوم او ملت کې د شعور او بېدارۍ جوهر دی.
ورپسې استاد عبدالرحيم صراف د کتاب د مطالعې په اهميت خبرې وکړې او ویې ويل، هغه هېوادونه چې اوس وروسته پاتې دي، د هغوی د وروسته والي لاملونه د کتاب نه لوستل دي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور آمر سید امرالله امېد په ټولنه کې د مطالعې کلتور د کمزوريو په لاملونو او حل لارو هر اړخيزې خبرې وکړې. 
همدا ډول د ياد کتابتون مسؤل ضياءالدين همت مل وويل، د کتابخانو لپاره بايد وخت قيد نه وي او رسمي وخت ورته ونه ټاکل شي.
همت مل زیاته کړه، زموږ عامه کتابتون ته اوس د ورځې سلګونه خلک مطالعې لپاره راځي.
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې يو شمېر شاعرانو له لوري برابر شوي ترنمونه او شعرونه هم  ګډونوالو ته وړاندې شول.

۱۴۴۴/۱۰/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS