د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د خبریالانو د ظرفیت لوړنې یو ورځنی سيمنار ترسره شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۲۳:۴۲
...

تېره ورځ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست په ښوونیز مرکز کې  د خبریالانو د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شوی و، چې پکې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو رسنیو خبریالانو ګډون درلود.
په ورکشاپ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست غواړي د خبریالانو د ظرفیت لوړنې په برخه کې لا ډېري هڅې وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د رسنیو سره په بېلابېلو برخو کې د پخوا په پرتله ډېره همکاري شوې، او د خبریالانو خوندیتوب کمیټې څخه یې مننه وکړه چې په ننګرهار ولایت کې د ظرفیت لوړونې لپاره ورکشاپونه جوړوي.
ورکشاپ کې د ختیځ زون دافغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر یوسف ظریفي وویل، دغه یو ورځنی ورکشاپ، مو د خبریالانو د رواني وضعیت د خوندیتوب په موخه  جوړ کړ‌.
ظریفي د یاد ریاست مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د خبریالانو ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کړې ده.
۱۴۴۴/۷/۲۸ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

نیمروز کې د اسلامي معلوماتو سيالي تر سره او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د اسلامي معلوماتو (عقايدو، سيرت او فقهې احکامو) سيالۍ ترسره شوه او لسګونه تنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS