د نشراتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه ترسره شوه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۶:۹
asdfvb

 

نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۱۰/۲۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه صاحب په مشرۍ وزارت مقام کې د مطبوعاتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د نشراتو ښاغلي معین، د کلتور او هنر ښاغلي معین، د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس، مرستیال او د نشراتي معینیت رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
ورپسې محترم وزیر صاحب د تېر کال پر مطبوعاتي بهیر رڼا واچوله، د مسؤلینو کړي هڅي یې وستایلې، همدارنګه یې د تېرو نیمګړتیاوو د ازالې او په راتلونکي کې د مطبوعاتي بهیر د لا بهبود او پرمختګ په پار اړوند مسؤلینو ته لازمي سپارښتنې وکړې.

ورپسې معین صاحبانو او رئیسانو د نشراتي برخې د پرمختګ او پر وړاندې یې د شته ستونزو په پار په خپل وار نظرونه تبادله کړل.

همدا راز په غونډه کې د راتلونکي لپاره لازم تصامیم ونیول شول، چې د پلي کېدو لپاره  به یې بېلي بېلي کمېټې تعین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS