د نرخ ولسوالۍ له زرغون کلا څخه لیدنه وشوه
سه شنبه ( ۱۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبيب الله مجاهد، د کرهنې او اوبو لګولو رئيس مولوي محمد ادريس او ورسره مل پلاوي د نرخ ولسوالۍ له زرغون لرغونې کلا څخه ليدنه وکړه.
زرغون کلا چې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ اندړو درې په یوه سیاحتي او تفریحي سيمهکې موقعیت لري شا او خوا ۲۵۰ دوه سوه او پنځوس کاله تاريخي لرغونتوب لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وويل: هغه تاريخي سيمې او آبدې چې تر سلو کلونو وړاندې جوړې شوې وي، غواړو ثبت او راجستر يې کړو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته یې بیا ورغوو.
د سيمې او سېدونکي چې ځان د زرغون بابا اولاده بولي وايي: د زرغون کلا ۲۵۰ کاله وړاندې د دوی د بابا زرغون خان له خوا جوړه شوې ده، دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې یاده کلا بیا ورغوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو په وينا؛ تر دې مهاله په میدان وردګو ولایت کې ۷۶ تاريخي آبدې شتون لري، چې ۴۸ یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په رسمي ډول ثبت شوي دي.
۲۰۲۴/۵/۲۱ ميلادي
۱۴۰۳/۳/۱ ھ ش
