د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په اړه له رسنيو او د سياسي چارو شنونکو سره د‌ همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۷:۵۸
....

چهارشنبه( ۱۵ د ربيع الثاني ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په اړه له رسنيو او د سياسي چارو شنونکو سره د‌ همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت رئيسانو، د سياسي چارو کارپوهانو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئيس مولوي رحمت الله نړيوال د اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات شريک کړل.

د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: د ټولنې د اصلاح اساسي شرط د ځان اصلاح ده، د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه د ټولنې په هر قشر تطبيقېږي، بانفوذه خلک بايد د فرمانونو تطبيق ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د ټولنې خلک له دوی څخه تقليد کوي.

ښاغلي فراهي صاحب غوښتنه وکړه، چې ټول بايد د فرمانونو په تطبيق کې د زړه له تله کار وکړي، تر څو ټولنه د ناوړه دودونو له اضرارو څخه وساتو، د خلکو ذهنيت بايد بدل شي، په دې برخه کې رسنۍ لوی مسؤليت لري، باید د عامه پوهاوي برخې ته وسعت ورکړي.

ورپسې د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد د ناوړه دودونو او انساني قاچاق په اضرارو خبرې وکړې او د رسنيو له مسؤلينو او د سياسي چارو له کارپوهانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه په پراخه کچه عامه پوهاوی وکړي.

د‌ غونډې ګډونوالو د غونډې د موضوعاتو په اړه د بېلابېلو اړخونو په مسؤليتونو خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې په ټولنه کې به د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي او اضرارو  په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي.

۱۴۰۴/۷/۱۶ ھـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS