د ميدان وردګ له نوي جوړ شوي موزیم څخه یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو لیدنه وکړه
تېره ورځ د ميدان وردګ ولايت قومي مشرانو او متنفذينو د اطلاعاتو او کلتور رياست له نوي جوړ شوي موزيم څخه لېدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبیب الله مجاهد وويل: د موزيم څخه د لېدنې پرمهال يې له قومي مشرانو او متنفذينو څخه وغوښتل تر څو لرغوني او کلتوري اثار چې د تاريخ او کلتور نښې بلل کېږي، د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپاري، د ښاغلي مجاهد په خبره هڅه مو داده تر څو په راتلونکي کې یاد موزیم ته ځانګړې ودانۍ جوړه کړو، چې میدان وردګ ولایت کې شته تاریخي او کلتوري آثار پکې وساتل شي.
د ميدان وردګ ولايت موزیم دوه میاشتې وړاندې په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ولایت د تاریخي آثارو د ساتنې په موخه جوړ شو، چې تر دې مهاله پکې ۳۰ تاریخي او کلتوري آثار راټول شوي.
۱۴۴۵/۵/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۴ هـ ش
