د منار جام په لمنو کې د سېلابونو له امله د پاتې شویو رسوباتو د پاکولو هڅې روانې دي
دوشنبه (۲ محرم ۱۴۴۶) د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعیم د BRD مؤسسې له مرستیال نیک محمد سلیمي سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په لیدنه کې ښاغلي سليمي وویل: د BRD دفتر د یونیسکو له نړیوال سازمان سره په تفاهم ژمن دی، چې د وروستیو سیلابونو څخه پاتې شوي رسوبات له منارجام څخه پاک کړي او د دې تاریخي او لرغوني جوړښت د نور ویجاړېدو مخه ونیسي.
د یادولو وړ ده، چې د BRD دفتر لا د مخه د بياجوړونې په تاريخي او لرغونو څانګو کې د بلخ، ننګرهار، بغلان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي او لرغونو د ساتنې او بیارغونې له ریاست سره په همغږۍ کار کړی دی.
۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۹ ميلادي
