د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير پيغام

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۹:۲۰
د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير پيغام

د ملګروملتو سازمان عمومي ټولنې د مې درېمه (د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ) نومولې ده او دغه ورځ په ملي او نړيواله کچه نمانحل کېږي.
د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې د نمانځنې او درناوي اصلي موخه دا ده چې حکومتونه او ملتونه په دې ورځ کې د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره خپلې ژمنې نوې او پياوړې کوي او دغه راز رسنۍ هم په دې ورځ کې يوځل بيا خلکو ته د دقيقو، ناپيلو او موثقو معلوماتو د رسولو لپاره خپله ژمنه څرګندوي.
د افغانستان په اساسي قانون، د ټولیزو رسنيو په قانون او د هېواد په نورو نافذه قوانيو کې د مطبوعاتو د آزادۍ ضمانت شوى دى. که داسې وي چې موږ په وروستيو دوو لسيزو کې پر خپلو لاسته راوړنو خبرې وکړو؛ له شک او ترديد پرته د رسنيو پراختيا، د بيان آزادۍ پياوړتيا او بنسټيز کېدل او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق زموږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
افغانستان نن ژمنې او پرمختللې رسنۍ لري چې د جمهوريت، د بيان آزادۍ او نورو بشري حقونو د ارزښتونو د دفاع په ليکه کې ولاړې دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ستر برياليتوب د ساتنې او د هغه د لازيات پياوړي کولو او بنسټيز کولو لپاره قوي او نه ماتېدونکې ژمنه نوې کوي.
سږکال موږ په داسې شرايطو کې دغه نړيواله ورځ نمانځو چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره زموږ د هېواد په تاريخ کې نوى پړاو پيلېږي. دغه راز په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو ګواښ جدي دى او د ټولنې په ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې زياتې ستونزې شته. په دغه شان سختو شرايطو کې خلک دقيقو او موثقو معلوماتو ته اړتيا لري، دغه راز موږ بايد د سولې بهير برياليتوب ته ورسوو او دغه کار هم دقيقې اطلاع رسونې ته اړتيا لري. دا د رسنيو مسووليت دى چې په دغه حساس او سخت پړاو کې خلکو ته دقيق او ناپيلي معلومات ورسوي او اجازه ورنکړي چې معلوماتي تشه رامنځته شي او وروسته غلط او ناسم معلومات دغه تشه ډکه کړي.
په پاى کې د مې درېمه (د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ) د هېواد ټولو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايم او د اطلاع رسونې په کار کې هغوى ته د لازياتو برياليتوبونو هيله کوم.

کابل/ د غويي ١۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له فرهنګيانو سره صميمي او همکار دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن يوشمېر شاعرانو او ليکوالو ته د “کلک زرين اکاډمۍ” جايزې د ورکړې په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې له فرهنګيانو سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۲۷
Background image

د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ دې د رسنیو لویې کورنۍ او په ځانګړي ډول افغاني رسنیو او خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې د خلکو د خبرولو او پوهولو سپېڅلې دنده ترسره کوي، ډېره ډېره مبارک وي. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۵۵
Background image

عبدالمنان شېوای شرق: په افغانستان کې د خبريالانو او بيان آزادى پر وړاندې ګواښ جنايت دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن په يوه خبري غونډه کې د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي دوسيو د څېړنې په اړه معلومات ورکړل او له رسنيو څخه يې وغوښتل. . .

BACK TO NEWS