د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۲۷
 د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ دې د رسنیو لویې کورنۍ او په ځانګړي ډول افغاني رسنیو او خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې د خلکو د خبرولو او پوهولو سپېڅلې دنده ترسره کوي، ډېره ډېره مبارک وي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو آزاد فعالیت او لا پیاوړتیا ته ژمن دی او له رسنیو هم غواړي چې په دې برخه کې خپل ملي رسالت په لا ښه توګه ادا کړي، ځکه د مطبوعاتو او بیان اوسنۍ ازادي د حکومت، زموږ د هیوادوالو او د رسنیو د کورنۍ د ځینو کسانو د کوښښونو او سرښندنو پایله ده او پر موږ ټولو یې درناوی لازم دی. حکومت بخاطر حمایت از آزادی مطبوعات و خبرنگاران از سال ۱۳۸۱ بدینسو به تعداد ۱۴۲ دوسیه خشونت علیه خبرنگاران را بررسی کرده است.
همچنان کشور ما با تکمیل معیارهای بین المللی در زمینۀ حمایت از آزادی بیان و رسانه ها، بهترین جایگاه را در میان کشور های منطقه احراز کرده است و کوشش های ما در راستای نهادینه کردن آزادی مطبوعات و ایجاد فضای مناسب برای آن، ادامه دارد.
حکومت حراست از رسانه ها، کارکنان رسانه یی و خبرنگاران را مسوولیت خویش می داند و در این راستا تلاش های عملی را انجام می دهد، اما متاسفانه طالبان و سایر گروه های تروریستی به خاطر رسیدن به اهداف شوم شان، بر خبرنگاران و رسانه ها حمله می کنند.
د بیان ازادۍ د لارې سپېڅلو شهیدانو ته د فردوس جنت د دعا ترڅنګ، نن یو وار بیا ژمنه کوم چې د شهید و خبریالانو کورنیو ته به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو په څېر رسیدګي کېږي.
د ولسواک، سوله ییز او خپلواک افغانستان او د مطبوعاتو ازادۍ د لا بنسټي کېدو په هیله.

کابل/ د غويي ۱۳مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS