د مطبعو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو سره ناسته وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطبعو، کتاب پلورنځیو او فوټو کاپي مرکزونو له مسؤلینو سره د لیکوالانو د اثرونو د خپل سري چاپ د مخنیوي او د چاپ حقوق (کاپي رایت) قانون پلي کولو په موخه ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: لیکوالان او شاعران په ټولنه کې لوړ مقام لري، دوی د شپې او ورځې له ستړیا او زحمت سره، ګټور او ارزښتناک آثار د دې لپاره لیکي، چې د ټولنې علمي او فکري پوهاوي کچه لوړه شي، خو له بده مرغه کله ناکله د یو شمېر کسانو له لوري د دوی لیکنې د قانوني مراحلو له تېرېدو پرته چاپېږي، چې دا کار د لیکوال او د اثر د خاوند په حق کې لویه جفا ده.
نوموړي له ټولو فرهنګیانو، خصوصي مطبعو، کتاب پلورنځیو او فوټو کاپي مرکزونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې همکاري وکړي او د لیکوالانو آثار له قانوني مراحلو تېرولو وروسته چاپ کړي، څو د لیکوالانو حقوق خوندي او چاپ شوي آثار د خلکو، ټولنې او نظام لپاره ګټور تمام شي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر د لیکوالانو د اثرونو د خپل سري چاپ مخنیوي او د چاپ حقوق (کاپي رایت) قانون پلي کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د خصوصي مطبعو، کتابپلورنځیو او فوټو کاپي مرکزونو مسؤلینو د دغې غونډې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اسلامي امارت د قوانینو، اصولو او تګلارو په پلي کولو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
۱۴۴۷/۴/۱۳ هـ ق
