د مشاعرو د نوي توشيح شوي قانون په اړه درې ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۴۹
...

دوشنبه ( ۴ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رياست له لوري د ولايتي رياستونو رئيسانو ته د اميرالمومنين حفظه الله تعالی له لوري د مشاعرو په اړه د نوي توشيح شوي قانون په اړه درې ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو.
د سمينار د پيل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د کابل د علماوو شورای مرستيال شيخ صاحب ظاهرجان، د مرکزي او ولايتي رياستونو رئيسانو ګډون کړی وو.
د سمينار د پرانېستې او ښه راغلاست وینا د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر وکړه، ورپسې د هنر او فرهنګ معين ښاغلي عزيزي وینا وکړه او ويې ويل: په تېرو څو لسيزو کې د شعر او شاعرۍ قوت او ارزښت معلوم دی، د شوروي له يرغل څخه د اسلامي امارت تر بیا ځلې فتحې پورې په بېلابېلو لارو د افغانستان د اصيل فرهنګ او ارزښتونو د له منځه وړلو هڅې شوي دي، په لسګونه رسنۍ او بنسټونه ګومارل شوي وو، تر څو دلته پردی فرهنګ رايج شي، خو د اسلامي امارت محدودو لیکوالانو، شاعرانو او ترانه ويونکو د دوی مخه ونیوله او مطبوعاتي سنګر يې ګرم وساتلو،په دې وروستيو کې ناسمې اوازې خپرې شوې، چې اسلامي امارت مشاعرې بندې کړي دي، خو د اسلامي امارت رهبري دې برخې ته متوجه وه او د اطلاعاتو او کلتور او امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو ته يې هدايت وکړ، تر څو دا برخه منسجمه کړي او يوه ځانګړی قانون ورته اماده کړي، چې د اميرالمومنين حفظه الله له لوري د يوه فرمان له لارې دا قانون توشيح شو، په دې قانون کې په شعر او مشاعرو بنديز یا محدودیت نه دی لګول شوی، بلکې په اسلامي روحيه سنبال قانون جوړ شوی دی.
همدا راز د کابل د علماوو شورای مرستيال شيخ صاحب ظاهر جان هم خپله هر اړخيزه او ارزښتناکه وینا چې د شعر او مشاعرو په اړه وه، له ګډونوالو سره شريکه کړه.
د یادونې وړ ده، چې دا ښوونيز سمينار د دريو ورځو لپاره جوړ شوی دی، چې د سه شنبې او چهارشنبې ورځ به هم دوام ولري.

۱۴۰۴/۴/۹ هـ ل
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS