د مشاعرو د تنظيم قانون په اړه ولايتي رئيسانو ته درې ورځنی ښوونيز سيمينار پای ته ورسېد 

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۲
...

چهارشنبه( ۶ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رياست لخوا د مشاعرو د تنظيم د توشيح شوي قانون په اړه د ولايتي رياستونو رئيسانو ته د جوړ شوي ښوونيز سمينار په وروستۍ ورځ د ياد وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ځوانانو چارو معین مولوي محمد يونس راشد، د ملي راډيو تلويزيون عمومي رئيس قاري يوسف احمدي، د مرکزي رياستونو رئيسانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.
دا سمينار چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د مشاعرو د تنظيم قانون د تشريح په اړه جوړ شوی و، موخه يې د ياد قانون او مشاعرو په اړه ابهامات او تشويشونه له منځه وړل وو، د سمينار په لومړۍ ورځ د مسؤلينو له لوري مقدماتي ويناوې وشوې، په دوهمه ورځ يې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رئيسانو ته ياد قانون د پرېزنټيشن په ډول تفصیلي تشريح شو او پوښتنو ته يې د مسؤلينو له لوري هر اړخيز ځوابونه ورکړل شول، ورپسې د مسؤلينو لخوا ګډونوالو ته ارزښتمنې ويناوې او سپارښتنې وشوې.
د سمينار په درېيمه او وروستۍ ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه او ويې ويل: دا چې شعر او شاعران په اسلام کې ځانګړی ځای لري، نو اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی هم دې برخې ته ځانګړې توجه کوله، د دې لپاره چې مشاعرې په ښه ډول تنظيم او سالم مدیریت يې وشي، يو ځانګړی قانون يې د فرمان له لارې توشیح کړ، د اطلاعاتو او کلتور رئيسان دې د ياد قانون په پلي کولو کې خپل مسؤليت په شفاف ډول ترسره کړي.
همدا راز ښاغلي خیرخواه صاحب ټولو رئيسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو رياستونو دروازې د ليکوالانو، اديبانو، شاعرانو او ځوانانو په مخ تل پرانېزي او د دې طبقو چوپړ او خدمت په اخلاص سره وکړي، دوی ته دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او ستونزو ته دې يې رسيده ګي وکړي.
د ولايتي رياستونو په استازولۍ د ننګرهار، بغلان او ميدان وردګو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو ستونزې او وړانديزونه له وزير صاحب او معين صاحبانو سره شريک کړل، چې د دوی له لوري د ستونزو د حل او لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ياد ښوونيز سمينار چې درې ورځې يې دوام وکړ، د ځوانانو چارو د معین مولوي محمد يونس راشد لخوا د ارزونې په وينا پای ته ورسېد.
د يادونې وړ ده چې د سمينار په ترڅ کې د هېواد مشهورو ترانه ویونکو په خپلو جادويي غږونو او د تياتر آمريت ممثلينو د ناوړه رواجونو په اړه د تمثيلي ټوټې په وړاندې کولو سره دې سمينار ته ډېره ښکلا وبخښله.

۱۴۰۴/۴/۱۱ ھـ ل
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS