د مس عینک ۱۴۳۰ قلمه لرغوني آثار د لرغون ‌پېژندنې ریاست ته ولېږدول شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۳۰
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي انجينرانو له لوري ۱۴۳۰ قلمه لرغوني آثار چې د لوګر ولایت د مس عینک له لرغونو سیمو څخه موندل شوي وو، د پاک ‌کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک ساحوي ګدام څخه د دې ریاست مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول. 
یاد آثار د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې پکې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبو، کوچنۍ کوزه ‌ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، هډوکو مهر‌ې، ګاوترې، دوک او نورو وسایل شامل دي.
د لرغون ‌پېژندنې د رئیس سید ذبیح الله سادات په وینا؛ له ساحوي ګدام څخه مرکزي دفتر ته، د یادو اثارو د لېږدولو موخه پاک ‌کاري، ترمیم، وقایه، پېژندنه او تسجیل دی، چې له دې پروسې وروسته به ملي موزیم ته وسپارل شي، ترڅو دایمي نندارې او ساتنې لپاره ترې استفاده وشي.
یاد آثار چې له ۵۰۰۰ کلونو څخه زیات لرغونتوب لري، د تېرو زمانو د کیسو او تجربو استازولي کوي، چې موږ ته د پخوانیو تمدنونو په اړه د ژور درک زمینه برابروي.

۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS