د مزارشريف ښار له خطيبانو سره ناسته وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۱۴
۱۲۱۲

تېره ورځ د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتوررياست رئيس مولوي ذبيح الله نوراني د ارشاد، حج او اوقافو ریاست اړوند د مزارشریف ښار له خطيبانو سره جلسه وکړه.
په ياده جلسه کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د بلخ ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي صاحب کروخي د مزارشریف ښاروالۍ د سکتوري خدماتو رئیس مایار صاحب او ګڼ شمېر خطيبانو او علماء کرامو ګډون درلود.
په پیل کې مولوي ذبیح الله نوراني له علماء کرامو سره د فرهنګي او فکري چارو په اړوند تفصیلي خبري وکړې او په مزارشریف ښار کې یې د فرهنګي چارو د پرمختګ او بهبود لپاره د علماءکرامو رول مهم یاد کړ.
نوموړي وویل: د ځوان نسل د فکري روزنې، اصلاح او ودې لپاره باید له موږ سره علماءکرام مرسته وکړي او ځوان نسل پوه کړل شي، چې د غرب او شرق له لوري د فکري یرغل پر وړاندې ویښ او بیدار اوسي.
همداراز نوموړي د ښاري نظم، صفایۍ، ښاري فرهنګ د ودې او له نظام سره د خلکو د همکارۍ او همغږۍ په زياتولو هم بحث وکړ او د یادو برخو په اړه عامه پوهاوي کې یې د علماوو ونډه مؤثره وبلله.

۱۴۰۳/۴/۱۶ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۶ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS