د مجاهد پیغمبر ﷺ په نوم علمي او فرهنګي سیالۍ پایلې اعلان شوې
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د همکارو ادارو په همکارۍ چې څه موده وړاندې د مجاهد پیغمبر ﷺ په نوم علمي او فرهنګي سیالي ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې یاده سیالي په بشپړه شفافیت سره ترسره شوې ده او زیاته یې کړه، دا ډول سیالۍ د ځوانانو د فکري جوړښت لپاره خورا اغیزمنې دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پلان کې لري، چې هلمند کې د ځوانانو د فکري جوړښت لپاره دې ته ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
غونډه کې نورو ویناوالو هم د ځوانانو لپاره دا ډول فکري سیالۍ مهمې وبللې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم په داسې پروګرامونو کې فعاله برخه واخلي.
مسؤلینو د مجاهد پیغمبرﷺ د ژوند او کتاب لوستنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې کتاب د انسان تر ټولو غوره ملګری دی، انسان د کمال پر لور بیایي، نو په کار ده، چې ځوانان مو د ورځنیو مصروفیتونو ترڅنګ د کتاب لوستلو ته ځانګړی وخت ورکړي.
۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق
