د لویدیځ زون د غوره خبریالانو د ستاينې دویمه جشنواره جوړه شوه
د هرات ولایت د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمېټې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ د لویدیځ زون د غوره خبریالانو د ستاينې دویمه جشنواره ترسره کړه، په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، ځايي مسؤلينو، د پوهنتون استادانو، فرهنګیانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهی د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ، نوموړي وویل: اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ او خبریالانو ته د اطلاعاتو ته د اسان لاسرسي لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې په هېواد کې د رسنیو لا ډېر پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
د خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمېټې مسؤلینو وویل: د دې جشنوارې موخه د خبریالانو هڅو ته درناوی او د رسنیو د خپرونو د کیفیت لوړول دي.
په دې جشنواره کې غوره رسنیز فعالیتونه د څارونکو له لوري وټاکل شول، چې پکښې په ترتيب سره لاندې کسان او بنسټونه وستایل شول:
د باختر اژانس (هرات) د غوره لیکنيز راپور جایزه، د استقلال تلویزیون د غوره خبري سرویس جایزه، د باختر اژانس (هرات) غوره خبري عکس، د صلح تلویزیون د غوره ورزشي خپرونې جایزه، د معراج تلویزیون د غوره ټولنیزې خپرونې جایزه، د عروج ادارې د غوره مستند جایزه، د شمشاد تلویزیون د غوره خبري راپور جایزه، د عصر ټلویزیون د غوره دیني تلویزیوني خپرونې جایزه، د انصار راډیو د غوره دیني راډیويي خپرونې جایزه، د نوای زن راډیو د غوره ټولنیزې راډیويي خپرونې جایزه، د نریمان راډیو د غوره خبري راپور جایزه ترلاسه کړه، همدا راز نصیر احمد صالحی د کال غوره خبریال او د معراج ټلویزیون خبریال د کال غوره ورزشي خبریال شو.
په دې جشنواره کې له سلو څخه ډېر خبریالان د ۱۱ بېلابېلو برخو لپاره نوماندان وو، چې له ډلې يې غوره خبریالان وټاکل شول.
خبریالانو او د رسنيزو بنسټونو مسؤلينو هم دا ډول جشنوارې د هغوی د هڅونې، د کار د کیفیت ښه والي او د مهارتونو د لوړوالي لپاره اغېزمنې وبللې.
۱۴۴۶/۹/۲۷ ق
۱۴۰۴/۱/۷ ل
