د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته درسي لړۍ پیل شوه
تېره ورځ د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته د عصري زده کړو لړۍ پیل شوه.
د پسرلنۍ درسي پروګرام د پیل پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم خبرې وکړې او ویې ویل، ډېر د خوشحالۍ ځای ده، چې یو وار بیا زده کوونکو ته د عصري علومو زده کړو زمینه برابره شوې، په دې هیله، چې زده کوونکي د دغه فرصت څخه سمه ګټه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز مسؤل مدیر حسیب الله حبیب وویل، چې په دغه پسرلني ښوونیز پروګرام کې له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوي، چې پکې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې پروګرامونه پیل شوي دي، په راتلونکي کې به د خطاطۍ زده کړې هم پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز له ژمني پروګرام څخه شاوخوا ۷۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شوي وو.
۱۴۴۴/۱۰/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۷ هـ ش
