د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۲
.

‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
‏په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرو پرېکړو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د دې ناستې د پرېکړو پر بنسټ موندل شوې بدیلې کلمې او اصطلاحات د عملي کولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، د کابل فرهنګي ښاروالۍ ریاست، هټۍ لرونکو او د کسب کارانو خونو سره شریک کېږي.
همداراز پرېکړه وشوه، چې د لوحو د ارزونې او بیاکتنې بشپړ راپور دې د کابل ښاروالۍ له لوري ترتیب او د وروستۍ پرېکړې لپاره چمتو شي.
د غونډې په لړ کې ټینګار وشو، چې د کمېسیون راتلونکی پروګرام به د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې پلي شي او د کلني راپور د ترتیبولو په موخه به د ولایتي کمېټو راپورونه هم راټول شي.
مسوولینو د دې غونډې د جوړېدو څخه موخې د لوحو د اصلاح په بهیر کې لا زیات همغږي رامنځته کول او د ښاري اعلانونو د وضعیت ښه والی وباله.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱
Background image

نورستان کې د خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

یاده ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل، ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و. . .

BACK TO NEWS