د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل دویمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۷:۲۶
..‌

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې ناحیې ده افغانان سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.

په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له هټیوالو او کسبه‌کارانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوحو د محتوا په ترتیب او تنظیم کې پوره پاملرنه وکړي.

ښاغلي جواد ټینګار وکړ، چې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت له احکامو او د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو سره سمې ترتیب شي، باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو څخه ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشو کوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي. همدارنګه باید د هغو لوحو له نصب څخه مخنیوی وشي چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي آثارو لید کې خنډ ګرځي.

ښاغلي جواد په دې مهمې برخې کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ په دې ملي بهیر کې د ګډ مشارکت له لارې کولای شو د ښار لوحې منظمې او ښکلې کړو.

د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۳۴۵ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

تاریخي آبدات

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د هېواد په کچه شاوخوا ۷۰ تاریخي آبدې سروې او د دغو سروې ګانو په لړ کې ۱۵ نوي تاریخي آبدات ثبت شوي دي.
دغه راز د تېر لمریز کال په لړ کې د تاریخي آبداتو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۰
Background image

لوګر کې د کتابونو او تاریخي آثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

یاد نندارتون د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې پکې د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکو کتابونو ترڅنګ د عینکو مسو کان له لرغونې سیمې څخه ترلاسه شوي تاریخي آثار هم نندارې ته. . .

BACK TO NEWS