د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۵۹
زبلا

سه شنبه( اول د ذوالفعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د خپرونو چارو د معین ترڅنګ د کمېسیون نورو غړو هم ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې د پریکړو د پلي کېدو راپور وړاندې کړ.
ورپسې د کمېسیون د لاسته‌راوړنو، ولایتونو ته د کمېسیون د غړو د سفرونو، د کابل ښار د ناحیو له مسؤلینو سره د غونډو د جوړېدو او همداراز د ساحوي کمېټې د راتلونکې کاري سیمې د ټاکلو په اړه مفصل بحث وشو.
د غونډې په پای کې د کمېسیون غړو د اعلانونو او تبلیغاتو له شرکتونو څخه د څارنې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS