د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې زده کړیالانو ته به میاشتنۍ ښوونیزه برنامه پیل شي

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۵:۳۶
د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې زده کړیالانو ته به میاشتنۍ ښوونیزه برنامه پیل شي

 

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د لغمان ولایتي دفتر، د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم څانګې زده کړیالانو د عملي روزنې په موخه میاشتنۍ ښوونیزه برنامه ترسره کوي. 
په دې اړه نن د لغمان پوهنتون په ریاست کې غونډه وشوه، په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل محب الله هدایت، د اطلاعاتو آمر او د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو آمر او د اتحادیې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي وویل، د افغانستان د ژونالیستانو ملي اتحادیه په پام کې لري، چې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ژورنالیزم د وروستي کال یا وروستیو فارغ شویو ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو زمینه برابره کړي چې لغمان هم پکې شامل دی.
نوموړي زیاته کړه دوی په لومړي قدم کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د لغمان پوهنتون ۱۵ تنو زده کړیالانو ته میاشتنۍ عملي زده کړې ورکوي، ترڅو محصلین د نظري زده کړو ترڅنګ بشپړې عملي زده کړې هم تر لاسه کړي.
د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي قاري محب الله هدایت د زده کړیالانو عملي روزنه د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې یو غوره ګام وباله، هغه وویل، په دې سره به زده کړیالان وکولای شي د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ترلاسه کړي.

۱۴۴۴/۱۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS