د لغمان والي له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۴۳
...

د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني نن د اطلاعاتو  کلتور د رئیس مولوي عبدالنور رسولي او د ولایت مقام د ویاند عبدالمالک نیازي په ملتیا د لغمان عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د لغمان والي ته د کتابتون د مدير لخوا د یاد کتابتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل شول.
ښاغلي حقاني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پرمهال د کتابتون فعاليتونه وستایل او ویې  ویل: د کتابتون نظم په ښه ډول برابر شوی، چې دې چارې د مطالعې د مینوالو لپاره  اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
نوموړي د عامه کتابتون راجستر کتاب کې په لیکلې بڼه ژمنه وکړه، چې د عامه کتابتون د لا زیات غني کولو په موخه به د کتابونو په برخه کې تر خپله وسه مرسته وکړي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS