د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د غوره کتاب او غوره لیکوال لړۍ دوهمه ناسته ترسره شوه

wali_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۹
د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د غوره کتاب او غوره لیکوال لړۍ دوهمه ناسته ترسره شوه

 

لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې د غوره کتاب او غوره لیکوال د کتابونو د کره کتنې دوهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربېره یو شمېر نورو اداري مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د غوره کتاب او غوره ليکوال په کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست، د پوهنتون، حج اوقاف، امربالمعروف او د پوهنې ریاستونو استازي شامل دي چې دغه کمېټه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د غوره کتاب او غوره ليکوال ټاکلو په پروسه کې بشپړه همکاري کوي.
په همدې موخه یې په دوهمه غونډه کې په راټول شويو کتابونو کره کتنه وکړه او وروسته یې نمرې ورکړې او د کمېټې مشر ته یې غوره شوي کتابونه وسپارل چې وزارت ته یې واستوي.
د یادونې وړده چې دا لومړی ځل دی چې د ټول هېواد په سطحه د غوره کتاب او غوره لیکوال د کتابونو د چاپ لپاره دا ډول ګام اخیستل کیږي.

۱۴۴۴/۱۱/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۴ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS