د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۹:۱۵
د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 

په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه. دغه ناسته د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي رسولي وویل، رسنۍ باید لا ډېره هڅه وکړي، ترڅو ټولنې ته ښه پیغامونه ورسوي، هغه له رسنیو وغوښتل چې خپلې خپرونې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نيولو سره تر سره کړي او داسې څه نشر نه کړي چې له شریعت، ټولنې او کلتور سره په ټکر کې وي.
د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې وخت پر وخت له دوی سره ناستې کوي، د خپرونو د اصلاح لپاره یې متوجه کوي، هغوی وویل، د یاد ریاست ټولې غوښتنې او سپارښتنې به مني او د تطبیق لپاره به یې کار کوي.

۱۴۴۴/۱۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۱۹ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS