د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو دوې تاریخي سیمې کشف شوې
تېره ورځ د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي چې د کلتور او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور او د تاریخي آبداتو د ساتنې عمومي مدیر عید محمد حنفي یې ملتیا کوله د یو سفر په ترڅ کې د قرغیو ولسوالیو اړوند مشله کمر او ننګرهار ته په غځیدلي سړک عزیز خان کڅ سیمه کې دوه تاریخي سیمې کشف کړې.
په دې اړه ښاغلي رسولي وویل: دوی د ځینو ترلاسه کړیو راپورونو له مخې د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر سیمه کې د خزانې په نوم هغه غونډۍ کشف کړه، چې تاریخي اهمیت لري.
نوموړی وایي: په یاده غونډۍ کې تاریخي آثار، د جوړو شویو ودانیو نښې او کیندنې لیدل کیږي، چې له تاریخي پلوه د اهمیت وړ دي.
بل لور ته بیا د همدې ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د شاه زمان غونډۍ چې د تور غر په لمنه کې پرته ده، د رڼو چینو د اوبو ترڅنګ ځانګړی تاریخي اهمیت هم لري کشف کړه.
د کلتور او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور وویل: چې دوی به د یادو تاریخي سیمو اړوند مرکز ته معلومات ورکړي، ترڅو له دوی سره په قانوني ډول ثبت او وساتل شي.
۱۴۴۵/۴/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۱ هـ ش
