د لسګونو تنو زندانیانو تر منځ د سیرت النبيﷺ سیالۍ ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵۱
...

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دې ولایت د زندان لسګونو تنو زندانیانو تر منځ د سیرت النبيﷺ سیالۍ ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي په دې سیالۍ کې ګډون کوونکو ته د سیرت النبيﷺ او د وخت په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ بهترین مذهبي انقلاب له همدې زندانونو څخه پیل او د کفارو په وړاندې له همدې ځایونو څخه د جهاد فتوا صادره شوه.
نوموړي د سیالۍ له ګډون کوونکو څخه وغوښتل، چې له دې فرصتونو څخه په استفادې دیني پوهه او د پیغمبرﷺ سیرت په اړه خپل معلومات لا زیات کړي.
د پروان ولایت د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم احمد د دې سیالۍ له جوړولو څخه مننه وکړه او ویې ویل: یاده سیالۍ کې ۱۵۰ تنو زندانیانو ګډون کړی وو، چې لس ورځې مخکې کتابونه ورته ویشل شوي وو، دغه سیالۍ د زندانیانو د معلوماتو د زیاتوالي، تشویق او سالم مصروفیت په موخه جوړه شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې زندان کې اوس مهال زندانیانو ته په ورځنۍ توګه د تفسیر، فقې، تجوید، حفظ، قرآنکريم ناظره، حرفې، لیک او لوست زده کړې جریان لري.
په ورته وخت کې د دغې سیالۍ ګډون کوونکو د دا ډول پروګرامونو جوړول د زندانیانو د تشویق او علمي ودې په برخه کې مهم یاد کړل او د دا ډول پروګرامونو د دوام غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۱/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS