د لرغوني جام منار د ساتنې او استحکاماتو هڅې روانې دي
دوشنبه ( ۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير محترم الحاج ملا خير الله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د غور ولایت له والي مولوي احمدشاه دين دوست سره د ياد ولايت د لرغونو سيمو، کتابتون جوړولو او د منار تاريخي جام په اړه وکتل.
د ناستې په پيل کې د غور والي مولوي احمدشاه دين دوست د غور ولايت د لرغونو سيمو، تاريخي آبداتو، په دې ولايت کې د معياري کتابتون او موزيم په جوړولو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير محترم الحاج ملا خيرالله خيرخواه وويل: د وزارت مقام په غور ولايت کې د ځوانانو د روزنې او فکري سمون، د تاريخي آثارو د ساتنې او په ياد ولايت کې د تاريخي او لرغونې جام منار چې د نړۍ په سطحه يو له لرغونو آبداتو څخه شمېرل کيږي، د استحکاماتو او ښې ساتنې لپاره په ټول توان سره هڅې کوي.
۱۴۰۳/۴/۱۱ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۱ ميلادي
