د قطر سفير د اطلاعاتو او کلتور وزير صاحب سره وکتل
چهارشنبه ( ۲۶ د جمادی الثاني ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر شاهي دولت سفير مردف القاشوطي په ياد هيواد کې د اسلامي هيوادونو د موزيمونو ګډ نندارتون ته د افغانستان د تاريخي او فرهنګي آثارو د لېږد په اړه د ااا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له وزير ښاغلي شيخ شيراحمد حقاني صاحب سره وزارت مقام کې وکتل.
د قطر شاهي دولت سفير ښاغلي مردف القاشوطي د اسلامي هيوادونو د موزيمونو د ګډ نندارتون په اړه د معلوماتو شريکولو تر څنګ وويل: دا نندارتون به د راروان میلادي کال په دوهمه مياشت کې پرانېستل شي، چې د پرانېستې په مراسمو کې به يې د ګڼو اسلامي هيوادونو چارواکي ګډون وکړي، دا نندارتون به د اسلامي هيوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا او د یادو هيوادونو د تاريخي آثارو د پېژندنې ذريعه به وګرځي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي حقاني صاحب وویل: هیله لرم چې د قطر د سفير په حیث ستاسو ټاکل کېدل به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختیا او پياوړتیا سبب شي، قطر او افغانستان اوږدمهاله دوستانه اړيکې لري، همدا راز ښاغلي وزير صاحب د تمدني، علمي او تاريخي تبادلو په پراختیا د ټينګار تر څنګ د ګډو فرهنګي پروګرامونو، نندراتونونو، او علمي کنفرانسونو د ترسره کولو وړانديز وکړ.
ښاغلي حقاني صاحب وویل: د ااا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قطر د اسلامي هيوادونو ګډ نندارتون لپاره ۳۶ قلمه تاريخي آثار د لېږدولو لپاره ټاکلي، چې د اړوندو ادارو سره يې د انتقال او اداري چارو کارونه پرمخ روان دي، چې په ټاکلي وخت به د قطر شاهي دولت ته ولېږدول شي.
۱۴۰۴/۹/۲۶ هـ ل
