د قادس ولسوالۍ د آرمان (ارمن) له تاریخي او لرغوني ښار څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۱۲
asas

يکشنبه ( ۱ محرم ۱۴۴۶ ) د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطیع الله متقي د آرمان (ارمن) له تاریخي او لرغوني ښار څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي: د آرمان (ارمن) تاریخي ښار دوه ارګه لري، چې لوی ارګ یې د خسرو پاچا په نوم او کوچنی ارګ یې د هغه د میرمن (شیرین) په نوم نومول شوي دي او یو تونل چې دا دوه ارګه سره نښلوي له دې کلا څخه دوه سوه متره لاندې موقعیت لري، چې د يفتليانو اخري دوره ښیي، د آرمان (ارمن) ښار واکمن چې د (کاديش) په نوم و، اوس د قادس په نوم ياديږی، په (۴۸۳ میلادي) کال کې په دغه ښار کې واکمن شو.

ښاغلي متقي زیاته کړه: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټول هغه تاریخي سیمې او آبدې چې د خلکو او هیواد کلتوري میراثونه دي، د خلکو په مرسته ثبت او ساتنه یې کوي.

۱۴۰۳/۴/۱۸ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۸ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS