د "فکري یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوان مسوولیت" تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۱۵
...

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د "فکري یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوان مسوولیت" تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو، چې پکې د جلال‌ آباد ښار بېلابېلو ناحیو او یو شمېر ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني او نورو ویناوالو راغلو ځوانانو ته د فکري یرغل د خطرونو او د مسلمان ځوان د مسوولیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې غربیان د فکري جګړه په وسیلې د مسلمانانو ذهنونه او افکار کمزوري کوي، نو اړینه ده چې ځوانان په علمي، فرهنګي او دیني زده کړو سمبال شي، تر څو د لوېدیځو فکري دسیسو پر وړاندې ویښ اوسي.
ویناوالو زیاته کړه؛ اسلامي نړۍ باید د غربي رسنیو د پوچو تبلیغاتو پر ځای د حق او رښتیني ژورنالیزم لپاره زمینه برابره کړي، د مطالعې او زده کړو فرهنګ ته وده ورکړي او د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
سمینار کې ګډونوالو ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د دې ډول علمي او فکري غونډو لړۍ باید ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي، تر څو نور ځوانان هم ترې ګټه واخلي.
د سمینار په پای کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح‌الله نوراني ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د غوښتنې مطابق به یاده پروسه ولسوالیو ته هم وغځول شي.

۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS