د فرهنګي جایزو د مقررې د تعدیل نوبتي ناسته تر سره شوه
نن سه شنبه ۱۴۴۴/۷/۲۳ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ ریاست کې د یاد ریاست د رئیس ښاغلي صفي الله رائد په مشرۍ د فرهنګي جایزو د مقررې د تعدیل نوبتي ناسته تر سره شوه، چې پکې د ترنم او ترانو، ملي تیاتر، د خلکو فرهنګ، ملي راډیو تلویزیون، هنرستان او پلان او پالیسۍ ریاستونو استازو ګډون کړی وو.
ناسته د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
په پیل کې د خلکو فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي صفي الله راید مقدماتي خبرې وکړې؛ ورپسې د کمېټې غړو د اجنډا سره سم د فرهنګي او هنري جایزو په حسن قرات او ترانو، فرهنګ او ادبیات، څېړنه او ژباړه، لاسي صنایعو او طراحۍ؛ لومړۍ دویمه او درېیمه درجه جایزو او د فرهنګ لوړې جایزې پر مقدار خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د فرهنګي او هنري جایزو نوې مقرره به د خلکو فرهنګ ریاست له خوا ترتیبیږي او وروستی ځل کتنې په پار به د کمېټې غړو ته ورکول کېږي تر څو یې کارونه اخري او د منظورۍ له پاره لوړ مقام ته واستول شي.
