د فبرورۍ ۲۱مې، د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان د ټولو مورنيو ژبو د ودې، پراختيا او د فرهنګي ميراثونو ساتلو ته ژمن دى.
دا چې ژبه په یوه ټولنه کې د تفاهم او پوهاوي وسیله ده، اړینه ده چې په هیواد کې ټولو مورنیو ژبو ته وده ورکړل شي او له تبعیض پرته یې درناوی وشي.
دا مهال په هېواد کې له (۳۰) څخه زیاتې مورنۍ ژبې ترویج او د کارونې وړ دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه مسؤل ارګان په توګه د ټولو مورنیو ژبو د تنوع او ښه والي ساتلو ته ژمن دی.
۱۴۴۴/۷/۳۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲ هـ ش
۲۰۲۳ د فبروري ۲۱مه
