د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د بيان ازادۍ او د ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه د راډيويي رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته ژمن دى.
راډیو یوه له هغو ځانګړو رسنیو څخه ده، چې د حقایقو په انعکاس او خلکو ته د خبرتیا، کره او چټکو معلوماتو په وړاندې کولو او د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په وده او په ځانګړې توګه د افغانستان په جغرافیه او لرې پرتو سیمو کې مهم او اړین رول لوبولی دی.
دا مهال له (۳۶۷) څخه زياتې كورنۍ رسنۍ، چې له (۲۰۰) څخه يې زياتې راډيويي رسنۍ او (۱۴) یې بهرنۍ رسنۍ په دايمي توګه په فعاليت بوختي دي، اوسمهال (۲۵۰) رسنۍ له (۸۰۰) زيات بهرني خبريالان لري، او افغانستان ته د دې لپاره راغلي چې واقعیتونه منعکس کړي، د ا.ا.ا. د دوی لپاره د یو ښه بنسټ جوړ کړی او د دوی امنیت یې ډاډمن کړی دی.
له بده مرغه یوازینۍ ستونزه چې ټولې رسنۍ یې اغیزمنې کړې، او د دوی د زوال لامل کيږي، اقتصادي ستونزه ده.
۱۴۰۱/۱۱/۲۴ هـ ش
۲۰۲۳/۲/۱۳ م
