د فارياب ګرزيوان کې د امارت پېژندنې سيالۍ  غوره ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۴۷
lkjiop

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د پوهنې رياست په همږغۍ په ګرزيوان ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د امارت پېژندنې سيالۍ ترسره کړې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او غوره ګډونوال يې وستايل شول.
یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي، علمای کرامو، د مدارسو او ښوونځيو استادانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي وویل: يادې سيالۍ کې شاوخوا ۱۹۰ تنو ګډون کړی، چې له دې سيالۍ يې موخه د ځوانانو د ظرفیت لوړونه او د مطالعې دود کول وو.
د سيالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د دا ډول ښوونيزو سياليو ترسره کولو له امله مننه او د ورته نورو سياليو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکي ته يو سيټ موبایل او له دريم مقام څخه تر لسم مقام ګټونکو ته نغدي ډالۍ او ستاينليکونه ووېشل شول.

۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS