د فارياب له ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول
تېره ورځ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه زده کوونکي د ويناوالۍ، رياضياتو او د انګليسي ژبې ادبياتو څخه فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر سيد عبدالمبين فصيح وويل: ځوانان د ټولنې سرمايه ده، باید د ځوانانو د ظرفيت لوړونې لپاره ډېر کار وشي، د ځوانانو چارو آمريت ښوونيز مرکزونه د وړيا زده کړو ورکولو په برخه کې د ځوانانو خدمت کې دي، چې دا ځل د درې مياشتنو زده کړو وروسته له مختلفو برخو څخه ۲۰۰تنه زده کوونکي ترې فارغ شول.
د دولتي ادارو استازو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې کولو تر څنګ له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې له فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۵/۹/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۱ هـ ل
