د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رياست د بيان دفن سيالۍ پايلې اعلان کړې
دوشنبه (۲۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمريت له خوا د فن د بیان سیالۍ پایلې اعلان شوې،چې په يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي او د دې رياست يو شمېر مسؤلينو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي سيد عبدالمبين فصيح وويل: په دې سيالۍ کې پنځوسو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه، چې د کميټې له خوا تر دقيقي کتنې وروسته ، لسو غوره ويناوالو ته نغدي جايزې او ستاينليکونه ورکړل شول.
عنایت الله د محمد سرور زوی د ۳۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، عبدالناصر د ګلمراد زوی د ۳۷ نمرو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام او حسام الدین د غلام حيدر زوی د ۳۶.۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام خپل کړ .
ديادونې وړ ده،چې لومړي مقام ګټونکې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، دويم مقام ګټونکې ته ۲۵۰۰ افغانۍ او دريم مقام ګټونکې ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او نور اووه غوره ویناوال په ستاینلیکونو او په زر زر افغانيو وستایل شول.
