د غور ولایت تاریخي آبداتو او کلتوري میراثونو ته جدي پاملرنه کېږي
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي: د دې ولایت د تاریخي آبداتو او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالحی زعیم وایي: غور له سلګونو تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو سره د خپل تاریخي، کلتوري او سیاحتي ارزښت له امله ځانګړې جاذبې لري او دغه آبدات د سیلانیانو د جذبولو لپاره مهم رول لوبولای شي.
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د دې ولایت د تاریخي آبداتو، کلتوري میراثونو او سیاحتي ځایونو د ساتنې لپاره مهم کارونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ټیم د غور ۲۰۰ تاریخي او لرغوني ځایونه ثبت او GPS کړي دي، همداراز د دې آبداتو د ساتنې لپاره د څار ډیجیټلي وسایلو نصب، د احاطې دیوالونو جوړول، کابینکاري، د تاریخي ځايونو شاوخوا پاک کاري او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخو کې عملي اقدامات شوي دي.
۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل
