د غزني له ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول
یکشنبه (۲۴ د رجب ۱۴۴۵) د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۶۹ تنه زده کوونکي د کمپیوټر د پرګرامونو او ۲۸ تنه د ويناوالۍ له زده کړو څخه فارغ شول.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: یادو زده کوونکو ۴ میاشتې د دغه ریاست په ښوونیز مرکز کې په وړیا توګه زده کړې ترسره کړې او نن یې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
ښاغلي نثار زیاته کړه؛ ځوانانو ته د زده کړې د لا ښه فرصتونو د برابرولو په موخه، غواړي په بېلابېلو برخو کې د دغه ریاست په ښوونیز مرکز کې په لا ښه توګه د زده کړې زمینه برابره کړي.
د مسئولینو په خبره؛ د اسلامي امارت له بریا څخه تر دې مهاله، د غزني له ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۵۰۰ زده کوونکي په وړیا توګه تر زده کړو کولو وروسته فارغ شوي او دا مهال په دغه مرکز کې نږدې ۵۰۰ تنه زده کوونکي د کمپيوتر، انګلیسي او عربي ژبو په زده کړو بوخت دي.
