د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه فارغ شول. 

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۹:۳۴
asdfghj

د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز لسمې دورې څخه د کمپیوټر د بېلابېلو پروګرامونو څخه ۱۵۰ تنه د څلور میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
په دې تړاو غونډه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور فارغو زده کونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د پوهې د ارزښت او موجوده فرصتونو، چې د اسلامي نظام له راتګ سره رامنځته شوي دي، هر اړخیزې خبرې وکړې، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي، بلکې د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي. 
ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د عصري علومو د حاصلولو تر څنګ د دیني علومو، سیرت النبي (ص) او قرآن کریم د زده کړو په حاصلولو ټینګار وکړ.
د ځوانانو چارو آمر سید جلال زاهد په ځوانانو غږ وکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې د زده کړو له وړیا فرصت څخه ګټه واخلي.
نوموړي د غزني ولایت د نورو ښوونیزو مرکزونو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شوي تړون په اساس د تخفیف خبره وکړه او ویې ویل: د لیوالتیا په صورت کې به دوی یادو ښوونیزو مرکزونو ته په ښه تخفیف وروپېژني.

۱۴۴۶/۶/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS