د عنابې ولسوالۍ له کتاب‌ پلورنځیو څخه څارنه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۲۰
....

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې له څو کتاب پلورنځیو څخه څارنه وشوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وایي: له دې څارنې څخه يې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه او د اسلامي شریعت او ملي ګټو سره په تضاد کې د کتابونو د خپرولو او پلور مخنیوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر کتاب پلورنکو د دې څارنې هرکلی کړی او دا یې د فرهنګي منځپانګې د سمون په لور یو اغېزناک ګام بللی دی. 

۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS