د عامه کتابتون په تالار کې (مطالعې څنګه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوو؟) په نوم علمي ناسته وشوه
پنجشنبه (د ۱۴۴۷ هـ ق د جماديالاول ۱۵مه نېټه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري (مطالعه څنګه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوو؟) تر سرلیک لاندې علمي ناسته جوړه شوه.
په دې علمي ناسته کې د خپرونو چارو معینیت نشراتي سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د مطبوعاتو او رسنيو په نشراتو د څار رئيس مولوي صفی الله رائد یو شمېر ادیبانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیعالله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښی ځای دی چې د داسې علمي ناستو کوربه توب کوي، د عامه کتابتونونو ریاست د مطالعې دود د ترویج او پیاوړتیا په موخه بېلابېل تعلیمي پروګرامونه او د کتابونو د مخکتنې غونډې جوړې کړي دي او په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې ورته پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي.
ورپسې د ناستې اصلي وینا کوونکي مولوي عبدالحق حماد د علم، مطالعې، وخت او شخصي مسؤلیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له لیکوالانو او د ناستې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې دیني، اخلاقي، تاریخي، فکري او علمي کتابونو مطالعې ته دې ځانګړی وخت ورکړي.
د ناستې په ورستیو کې ګډونوالو خپلې پوښتنې شريکې کړې، چې د ښاغلي حماد له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.
۱۴۰۴/۸/۱۵ هـ ل
