د عامه کتابتونو غني کول د ټولنې اړتيا او زموږ له لومړيتوبونو څخه دي

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۲۳:۳۷
.....

یادې څرګندونې نن دوشنبه (١٤٤٥/١/٢۸ هـ ش) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر محترم ملا خيرالله خیرخواه د عامه کتابتون څخه د ليدنې پر مهال وکړې، چې د هنر او کلتور معين ښاغلي عتیق الله عزيزي او د عامه کتابتون رئيس ښاغلي عبيدالله یې ملتیا کوله.
په پیل کې د عامه کتابتون رئيس خپلې لاسته راوړنې، نوښتونه، شته ستونزې او وړاندېزونه له محترم وزیر صاحب سره شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
ورپسې محترم وزير صاحب وويل: د عامه کتابتونو غني کول د ټولنې د افرادو اړتيا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړيتوبونو څخه دي، امکاناتو ته په کتو نور هم هڅه کوو، چې د کتابتونونو په بيا رغونه او د کتابتونونو د شمېر په زياتوالي کې ډیروالی راولو، تر څو خلک وکولای شي چې په اساني سره عامه کتابتونونو ته لاس رسی پیدا کړي او په پراخه کچه يې له ګټو برخمن شي، محترم وزير صاحب د کتابتونونو اړوندو د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS