د عامه کتابتونونو رياست له لوري د سيرت النبي ﷺ سيالي ترسره شوه
جمعه ( ۲۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست د رمضان مبارکې مياشتې په مناسبت د نبوي سيرت سيالي ترسره کړه، چې پکې سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د کابل ښار د فوټبال په جمنازيوم کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د سیالۍ ګډونوالو ته په وينا کې وویل: د نبوي سيرت سیالۍ ترسره کول که له يوې خوا ستاسو د استعدادونو د معلومولو محفل دی؛ خو له بلې خوا دا له حضرت رسول اکرم ﷺ سره ستاسو الفت او محبت ښکاره کوي، نوموړي د سيالۍ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د هېواد نور ځوانان هم دې ته وهڅوي چې نبوي سیرت مطالعه او پر ځانونو يې عملي کړي.
د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبيدالله حنيف، د يادې سيالۍ د ترسره کېدو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د نبوي سيرت او کتاب لوستلو دغه علمي او فرهنګي سيالۍ، د نوي نسل او ځوانانو د سالمې روزنې، ذهني تنوير، د اسلافو له تاریخ او کارنامو سره د نوي نسل د آشنا کولو او د علمي انکشافاتو په موخه ترسره کېږي.
د عامه کتابتونونو رياست د مسؤلينو په وينا؛ د نبوي سيرت سيالۍ په بشپړ شفافیت ترسره شوه چې د نجونو په شمول، ۱۰۵۰کسانو په کې ګډون کړی و، ټاکل شوې ده د دې سیالۍ پایلې په نږدې ورځو کې اعلان شي او هغو ګډونوالو ته چې لوړې نمرې ترلاسه کوي، کمپیوټر، مبایل او نورې جایزې په پام کې نیول شوې دي.
